Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

روسیه: اوکراین سره سوله کوو، خو چا ته اراضي نه‌تسلیموو.
۱۴ حوت ۱۴۰۳

روسیه: اوکراین سره سوله کوو، خو چا ته اراضي نه‌تسلیموو.

روسیه وايي چې له اوکراین سره سوله کوي، خو د سولې خبرو کې به خپل شرایط ولري او په هېڅ ډول به چا ته اراضي تسلیم نه‌کړي.

دغه هېواد همداراز اوکراین ته د اروپايي ټولنې له لوري د سوله‌ساتو ځوکونو له لېږد سره هم مخالفت ښودلی دی.

روسیې ټينګار کړی چې اوکراین سره د اروپايي ټولنې پوځي مرستې به د سولې خبرو دروازه وتړي او په وینا یې، خپلې جګړې ته به دوام ورکړي.

د روانې اوونۍ یکشنبې پر ورځ لندن کې د اروپايي ټولنې او د اوکراین ملاتړو هېوادونو مشرانو له دغه هېواد سره د مرستو څرنګوالي په اړه ناسته وکړه.

دغه ناسته وروسته له هغې وشوه چې سپینه ماڼۍ کې د زېلېنسکي او ډونالډ ټرمپ ناسته پر لفظي شخړې او ناندریو واوښته.

تازه امریکا پر اوکراین خپلې پوځي مرستې درولې دي.

اوکراین وايي، د جګړې پای ته رسول غواړي، خو په وینا یې، امنیت تظمین ورکړل شي چې روسیه به بیا پر دغه هېواد برید نه‌کوي.

مطالب

روسیه
اوکراین سره سوله کوو
خو چا ته اراضي
نه‌تسلیموو

دا خبر نورو سره شریک کړئ