Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د لوګر برکي برک ولسوالۍ له څه باندې ۲زره تنګلاسو کورنیو سره مرسته وشوه.
۷ دلو ۱۴۰۳

د لوګر برکي برک ولسوالۍ له څه باندې ۲زره تنګلاسو کورنیو سره مرسته وشوه.

د خوړو نړیوال سازمان د بشري مرستو پر دوام د لوګر ولایت په برکي برک کې له ۲۰۱۳ اړمنو او تنګلاسو کورنیو سره د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ د کلیو د پراختیا او هوساینې لپاره د عمل موسسې په تخنیکي همکارۍ مرسته وشوه.
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول صبغت الله نایب خیل وویل: په دې پړاو کې هرې مستحقې او اړمنې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، ۳۰ پاکټه پلمپي خواړه او دوه پاکټه سوپر سریال وویشل شول.
نایب خېل وویل یادې کورنۍ مخکې سروې شوي او ثبت شوې وې.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ هم  دغه ولايت په مرکز کې ۲۶۱۴ اړمنو کورنیو ته ورته مرستې ووېشل شوې.

مطالب

د خوړو نړیوال سازمان
د لوګر د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست

دا خبر نورو سره شریک کړئ