Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان او هند جګړه؛ پاکستان کې له ۱۴۰ زیاتې الوتنې لغوه شوي.
۱۹ ثور ۱۴۰۴

د پاکستان او هند جګړه؛ پاکستان کې له ۱۴۰ زیاتې الوتنې لغوه شوي.



د هند او پاکستان ترمنځ د جګړو په دوام، تېره ورځ پنجشنبه پاکستان کې ۱۴۹ الوتنې لغوه شوې دي.

د راپورونو پراساس، ۴۲ الوتنې له اسلام‌اباد هوايي ډګر، ۳۶ له لاهور، ۳۴ له کراچۍ، ۱۱ له سیالکوټ، ۸ له پېښور او ملتان، ۶ له فیصل‌اباد او ۴ هم له کویټې هوايي ډګر څخه لغوه شوي.

پاکستاني رسنیو ویلي چې که څه هم په ټولو هوايي ډګرونو عملیاتي چارې پیل شوي، خو لوژستیکي او اداري ننګونې د الوتنو مهالویش اغیزمنوي.

دې سره، د امریکا د ولسمشر مرستیال ویلي، د هند او پاکستان جګړه متحده ایالتونو پورې اړه نه‌لري.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس په خبره راپور ورکړی چې واشنګټن نه‌شي کولی دغه دوه اټومي وسلې لرونکي هېوادونه کنټرول کړي.

هغه سره له دې چې ویلي، د پاکستان او هند جګړه امریکا پورې اړه نه‌لري، خو له دواړو هېوادونو یې غوښتي چې نښتې کمې کړي.

مطالب

د پاکستان او هند جګړه
پاکستان کې له ۱۴۰
زیاتې الوتنې لغوه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ