Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

سره میاشت د سوري زړه نارغۍ ۶۹ نورو ماشومانو درملنه کوي.
۲۲ دلو ۱۴۰۳

سره میاشت د سوري زړه نارغۍ ۶۹ نورو ماشومانو درملنه کوي.

افغاني سرې میاشتې ټولنې د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم په پلازمېنه کابل کې شپږو کورنيو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله. سرچینې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، ۶۹ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

مطالب

سره میاشت
د سوري زړه نارغۍ
۶۹ نورو ماشومانو
درملنه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ