Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بلال کریمي: چین له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی.
۲۹ حمل ۱۴۰۴

بلال کریمي: چین له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لېواله دی.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر په بېجېنګ کې د افغانستان له سرپرست سفیر بلال کریمي سره کتلي دي. 

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دې کتنه کې د اقتصادي فعالیتونو، پانګونې، د واخان بندر د فعالولو او له راستنېدونکو سره د مرستو په تړاو خبرې شوې دي. 

د خبرپاڼې له مخې، کریمي د دواړو هېوادونو اړیکو ته په اشاره ویلي، چین له افغانستان سره د اړیکو پراختیا ته لیواله دی. 

ورته مهال مولوي عبدالکبیر د کابل او بېجېنګ ترمنځ د شویو هوکړو په پلې کېدو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده، چې سرپرست حکومت غواړي، له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له چین سره ښې اړیکې ولري.

مطالب

بلال کریمي
چین له افغانستان سره
د اړیکو پراختیا ته لېواله دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ