Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د هوا پېژندنې ادارې ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی.
۹ ثور ۱۴۰۴

د هوا پېژندنې ادارې ۱۰ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل کړی.



د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندې ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د هېواد په ۱۰ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو ورېدو اټکل کړی چې ورسره د سېلابونو راوتو احتمال هم شته.

دغه ریاست نن (سه‌شنبه، ثور ۹) تخار، سمنګان، بغلان، سرپل بامیان، دایکندي، غور، ننګرهار، لوګر او پکتیا ولایتونو کې د باران ورېدو اټکل کړی دی.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغو ولایتونو کې به د ورښت اندازه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو پورې ووسي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد یوشمېر ولایتونو کې بارانونو او سېلابونو خلکو ته د مالي زیانونو ترڅنګ، ځاني زیانونه هم اړولي دي.

مطالب

د هوا پېژندنې ادارې
۱۰ ولایتونو کې د بارانونو
او سېلابونو اټکل کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ