سمنګان کې د ډبرو سکرو کان کې چاودنه؛ ۷ کارګرو ژوند بایللی.
د سمنګان د امنیې قومنداني ویاند حشمتالله رحماني نن (چهارشنبه، ثور ۳۱) وویل، د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنه شوې چې ۷ کارګرو ژوند بایللی او دوه نور ژوبل دي.
پېښه تېره شپه د سمنګان درهصوف پایین ولسوالي کې شوې.
د وژل شویو کسانو هویت په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي، خو جسدونه یې د امنیتي ځواکونو له لوري د هغوی کورنیو ته سپارل شوي دي.
د سمنګان امنیې قومنداني ویاند زیاتوي چې ټپیان روغتون ته وړل شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ دی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم یوشمېر ولایتونو کې د کانونو غیرمعیاري کیندنو او د ایمیني مواردو نهرعایت کولو په دلیل، ګڼ شمېر کان کیندونو ته مرګژوبله اوښتې ده.