Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتیکا کې د یوه سربند او محافظتي دېوال د رغولو چارې پیل شوې.
۷ ثور ۱۴۰۴

پکتیکا کې د یوه سربند او محافظتي دېوال د رغولو چارې پیل شوې.

د پکتیکا ولایت د اوبو او انرژۍ ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د یوه سربند او محافظتي دېوال د رغولو چارې پیل شوې دي. 

سرچینې ویلي، چې یاده پروژه د (یو این ډي پي) سازمان په مالي ملاتړ د ۲ میلیونه ۶۶۰ زره  افغانیو په لګښت د دوو میاشتو په موده کې پلي کېږي. 

سرچینې زیاته کړې چې په یاده پروژه کې د ۲۶ متره په اوږدوالي یو سربند او د ۴۵ مترو په اوږدوالي د یوه محافظتي دېوال رغول شامل دي. 

د مسوولینو په وینا، د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۴۵ هکتاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

مطالب

پکتیکا کې د یوه سربند
او محافظتي دېوال
د رغولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ