د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې نږدې زر اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشل شوې.
د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په څرخ ولسوالۍ کې یې نږدې زر اړمنو او مستحقو کورنیو ته مرستې ووېشلې.
د یاد ریاست وياند صبغت الله نائب خېل ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د دغه ریاست په همکارۍ توانیدلي چې د څرخ ولسوالۍ په ۹۲۹ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وویشي.
نائب خېل زیاته کړې، په مرسته شویو خوراکي توکو کې هرې مستحقې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، یوه بوشکه ۵ لېټره غوړي، ۶ کیلو دال، ۳پاکټه سوپرسریال، يو پاکټ مالګه او ۳۰ پاکټه پلمپي خواړه شامل دي.
دا په داسې حال ده چې وړمه ورځ د یاد ولایت په خروار ولسوالۍ کې هم پر نږدې ۱۴۰۰ اړمنو کورنیو ورته مرستې ووېشل شوې.