Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پکتيا کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي.
۲۴ حوت ۱۴۰۳

پکتيا کې د ترافيکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي.



د پکتيا امنيه قومنداني مسوولان وايي چې د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار اړوند بنوزيو سيمه کې د ترافيکي پېښې پرمهال د يوې مېرمنې په ګډون درېوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پکتیا امنیه قومنداني وياند منيب ځدراڼ رسنیو ته وویل  چې ياده پېښه بېګاه شپه ۱۱:۳۰ بجې د ګردېز ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د بنوزیو د زغني په سیمه کې د خوست –ګردېز پر عمومي لاره رامنځته شوې ده.

هغه دغه‌راز وويل چې پېښه د یوې سراچه ډوله او باروړونکي موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوې.

له دې وړاندې هم دغه ولایت کې ورته ټرافیکي پېښې رامنځته شوي چې تر ډېره یې، لامل د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د سړکونو خرابوالی یاد شوی دی.

مطالب

پکتيا کې
د ترافيکي پېښې
له امله درې کسان مړه شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ