Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لغمان کې په ۲۴۴زره ډالرو روغتیايي مرکز جوړ شوی.
۱۷ دلو ۱۴۰۳

لغمان کې په ۲۴۴زره ډالرو روغتیايي مرکز جوړ شوی.

د لغمان په یوې لرې پرته بادپښ ولسوالي کې د ۲۴۴زره امریکايي ډالرو په لګښت روغتیايي مرکز جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

د یاد ولایت د کډوالو ریاست رییس غلام‌الرحمن بلال وایي چې یاد روغتیایي مرکز د یوه کال په موده کې جوړ شوی چې اتلس خونې، د احاطې دېوال، د اوبو څاه،  تشنابونه او د محافظینو خونې لري.

نوموړي وویل: «دا د بادپښولسوالۍ اړوند یوبشپړ روغتیایي مرکز دی چې مالي ملاتړ یې د یونسیار ادارې له لوري شوی چې همکاره اداره یې د مهاجرینو ریاست دی چې مجموعه مصرف پرې دوه لکه څلورڅلویښت زره امریکایي ډالر شوی.

د لغمان والي شېراحمدحقاني وایي، بادپښ ولسوالي چې له ډېرو لومړنیو خدمتونو بې‌برخې وه، د دوی په ځانګړې پاملرنه په‌کې یاد مرکز جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوی دی.

هغه وویل: «د مریضانو انتقال مرکز ته سخت وه سرک هم خراب دی او ډیر کله مریض په لاره کې تلف کیږی دا یو ښه کار وشو چې ورسره به د مریضانو تداوي او مشکلات به ورسره تر یوې اندازې پورې حل شي .»

د یاد کلینیک امر ډاکتر عصمت‌الله وایي، له دې وړاندې د ولسوالي د ودانۍ، ترڅنګ په دوه خونو کې خلکو ته روغتیایي خدمات وړاندې کول چې د نوي تعمیر په جوړېدو سره به خلکو ته معیاري خدمات وړاندې کړای شي.

هغه وویل: «مونږ د زاړه کلینک په یو اطاق کې د مور او ماشوم خدمات د ولادت خدمات مخته وړل چې اوس په نوي تعمیر کې د مور اوماشوم خدماتو ته بیله څانګه، د ولادت بیله څانګه،  مخکې له ولات خدمات وروسته له ولادت څارنه بیله څانګه لري.»

د سیمې اوسېدونکي د یاد روغتیایي مرکز جوړېدو ته خوښ دي، خو له دولت څخه د غواړي، څو د درملو او ډاکترانو د کمښت برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د بادپښ ولسوالي اوسیدونکی جنت‌ګل وایي چې په یاده ولسوالي کې د کلینیک د نه‌شتون له امله له ستونزو سره مخ و چې اوس به یې دغه ستونزه یو څه حل شي.

هغه وویل: «زمونږ دا مخکینی کلینک وران وه مونږ ستونزې درلودلې دواګانې نه وې پکې مشکلات زیات و اوس چې دا نوی کلینګ جوړ شوی مونږ ډیر خوشحاله یو چې زمونږ د مریضانو مشکلات پکې رفع شي.»

له دې وړاندې په بادپښ ولسوالي کې بشپړ روغتیایي مرکز شتون نه‌درلود چې د یاد کلینیک په جوړېدو سره به دې ولسوالي کې روغتیايي ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.

مطالب

لغمان کې
په ۲۴۴زره ډالرو
روغتیايي
مرکز جوړ شوی

دا خبر نورو سره شریک کړئ