لوګر: محمدآغه کې سلګونه اړمنو کورنیو مرستې ترلاسه کړې.
د لوګر ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په محمدآغې ولسوالۍ کې یې نږدې یو نیم زر اړمنو او مستحقو کورنیو ته مرستې ووېشلې.
د یاد ریاست وياند صبغت الله نائب خېل ویلي، چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د دغه ریاست په همکارۍ توانیدلي چې د محمدآغې ولسوالۍ په ۱۳۷۳ اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې وویشي.
نائب خېل زیاته کړې، په مرسته شویو خوراکي توکو کې هرې مستحقې کورنۍ ته یوه بوجۍ ۵۰ کیلو اوړه، یوه بوشکه ۵ لېټره غوړي، ۶ کیلو دال او يو پاکټ مالګه شامل دي.
د ځایي مسوولینو په وینا تردې وړاندې؛ د ورته خوراکي توکو مرستې د څرخ ولسوالۍ اړوند پر اړمنو کورنیو وېشل شوي وې.