د روغتیا نړۍوال سازمان (ډبلیو ایچ او) د خوست ولایت په ګربز ولسوالۍ کې د غرنیو او لرې پرتو سیمو اوسېدونکو ته د لومړي ځل لپاره روغتیايي خدمات چمتو کړي، چې پکې واکسینونه، د مېندوارۍ خدمات او د ماشومانو لپاره د پولیو څاڅکي شامل دي.
د یاد سازمان په اعلامیه کې راغلي، چې تر دې وړاندې په دغه سیمه کې روغتیایي خدمات په تېره بیا واکسین نه وو ترسره شوي.
د افغانستان لپاره د روغتیا نړۍوال سازمان استازی ډاکټر اډوېن سنیزا سالواډور وایي: «هېڅ ټولنه باید له پامه ونه غورځول شي.
زموږ مسوولیت دی چې تر ټولو لرې پرتو کورنیو ته هم د ژوند ژغورونکو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړو.