د لوګر ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دولتي ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون په یاد ولایت کې شاوخوا ۴۵ زره جریبه غصب شوې ځمکه تر څېړنو وروسته بېرته راګرځولې ده.
د یاد ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئیس او د غصب د مخنیوي کمېسیون مشر مولوي شیرآقا پیرحبیب الرحمن رسنیو ته ویلي، چې دا ځمکې د ځینو غاصبینو له خوا غصب شوې وې، خو د کمېسیون د حکم او څېړنو له مخې بېرته تثبیت او استرداد شوې دي.
هغه ویلي، چې دغه ځمکې اوس په قانوني توګه خلکو ته په اجاره ورکول کېږي. د یادونې وړ ده، چې تېر کال هم د غصب مخنیوي کمېسیون شاوخوا ۵۶ زره جریبه دولتي ځمکه له غاصبینو بېرته راګرځولې وه.