Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ایرلینډ، نیوزیلنډ او هالنډ له افغانستان سره ۱.۷ میلیونه یورو مرسته کوي.
۳۰ جوزا ۱۴۰۴

ایرلینډ، نیوزیلنډ او هالنډ له افغانستان سره ۱.۷ میلیونه یورو مرسته کوي.

د افغاني سرې میاشتې رییس د افغانستان لپاره د سره صلیب نړۍوال فدراسیون له مسوول سمع الفخوري سره کتلي دي. 

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس په دې کتنه له اړمنو ناروغانو او راستنېدونکو کډوالو سره د لا زیاتو مرستو غوښتنه کړې ده. 

ورته مهال الفخوري ډاډ ورکړ، چې نږدې راتلونکې به ایرلینډ، نیوزیلنډ او هالنډ هېوادونه له افغانستان سره د روغتیايي خدمتونو د پراختیا برخه کې ۱.۷ میلیونه یورو مرسته وکړي. 

نوموړي دغه راز ډاډ ورکړی، چې د لازیاتو بشري مرستو د جلب لپاره به د افغاني سرې میاشتې ټولنې عمومي رییس ته د جینوا د سفر زمینه هم برابره کړي.

مطالب

ایرلینډ، نیوزیلنډ او هالنډ
له افغانستان سره ۱.۷ میلیونه یورو مرسته کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ