Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کاناډا نوی لومړی وزیر: کاناډا به هېڅکله د امریکا برخه نشي.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

د کاناډا نوی لومړی وزیر: کاناډا به هېڅکله د امریکا برخه نشي.

د کاناډا نوي لومړي وزیر مارک کارني پرون د لوړې په مراسمو کې د ټرمپ د ګواښونو پر وړاندې غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې کاناډا به هېڅکله د امریکا برخه نشي. هغه زیاته کړې، چې کاناډا به هڅه وکړي ترڅو خپل شمالي ګاونډیان راخپل کړي. کارني ویلي، چې د ټرمپ د ګمرکي تعرفو د لوړوالي سره مخامخ کېدل به د هغه د حکومت لپاره یو له مهمو لومړیتوبونو څخه وي. هغه هیله څرګنده کړې، چې حکومت یې کولی شي له واشنګټن سره د دواړو هېوادونو د ګټو د پرمختګ لپاره همکاري وکړي.

مطالب

د کاناډا نوی لومړی وزیر
کاناډا به هېڅکله
د امریکا برخه نشي

دا خبر نورو سره شریک کړئ