ذبیحالله مجاهد: نن کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ګډه غونډه کیږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، نن (چهارشنبه، وري ۲۷) کابل کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې «JCC» ګډه غونډه ترسره کیږي.
هغه ویلي چې دغه غونډه کې به د پاکستاني پلاوي مشري د افغانستان لپاره د هغه هېواد ځانګړی استازی محمدصاق خان او د افغانستان لوري د دفاع وزارت مرستیال ملا عبدالقیوم ذاکر کوي.
دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همغږۍ د ګډې کمیټې ۷مه غونډه ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یوځل په اسلامآباد او یوځل به کابل کې ترسره کیږي.
په دې غونډه کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د احتمالي شخړو د هواري او د دواړو لوریو ولسونو ته د اسانتیاوو په رامنځته کېدو خبرې کیږي.
د یادونې ده چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق نن دغه غونډه کې د ګډون لپاره د یوه پلاوي په مشري کابل ته په سفر راغلی دی.