د حج اوقافو وزیر شیخ نورمحمد ثاقب وایي، هڅه کوي د لوګر او نورو ولایتونو لپاره د متوازن پرمختګ په چوکات کې ښه خدمات وړاندې کړي.
ښاغلي ثاقب د پنجشنبې په ورځ لوګر ته د یوه سفر په ترڅ کې له ولایتي مسوولینو سره په جوړه شوې غونډه کې ویلي، په ټول هیواد کې د حج اوقافو وزارت اړوند ریاستونه ولس ته د اړتیا له مخې متوازین خدمات وړاندې کوي.
د ولایت مقام رسنیز دفتر د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې؛ نوموړي زیاته کړې، هڅه کوي چې د ولایتي سفرونو په دوام په ولایتونو کې د حج اوقافو وزارت برخه کې د روانو فعالیتونو په وړاندې شته ستونزو او د ولس غوښتونو ته رسیدګي وکړي.
د حج اوقافو وزیر همدارنګه د لوګر ولایتي مسؤولینو ته د سږ کال حاجیانو د لیږد او سفر برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو کې هم سپارښتنې کړي دي.
بلخوا د لوګر مرستیال والي مولوي محمد انور دین پرور ډاډ څرګند کړی چې ولایتي اداره تل له حج اوقافو ریاست سره په ټولو چاروکې بشپړه هغږي لري ترڅو ولسونو ته پروخت او غوره چوپړتیاوې وړاندې شي.
زینت راډيو – لوګر.