Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

غور کې ټرافیکي پېښه کې دوو کسانو ژوند بایللی.
۱۹ حوت ۱۴۰۳

غور کې ټرافیکي پېښه کې دوو کسانو ژوند بایللی.



د غور د امنیې قومندانۍ د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، فېروزکوه ښار کې د ټرافیکي پېښې له امله دوو کسانو ژوند بایللی او دوه نور ټپیان شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې دغه پېښه د شنبې په شپه د کب په ۱۸مه ۹:۰۰ بجې د فېروزکوه ښار «پوزلیچ» سیمه کې شوې ده.

د پېښې د رامنځ ته کېدو څرنګوالي په اړه څه نه دي ویل شوي، خو لامل یې د موټر چلوونکي بې‌احتیاطي ښوول شوی.

د موټرچلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو بد وضعیت او د ټرافیکي قوانینو په اړه نه پوهاوی له هغو لاملونو بلل کیږي چې له امله یې هېواد کې ټرافيکي پېښې رامنځ ته کیږي او هېوادوالو څخه قرباني اخلي.

مطالب

غور کې ټرافیکي پېښه
دوو کسانو ژوند بایللی

دا خبر نورو سره شریک کړئ

غور کې ټرافیکي پېښه کې دوو کسانو ژوند بایللی.