Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان خوشې شول.
۲۳ جدی ۱۴۰۳

د پاکستان له زندانونو ۴۵ افغان بندیان خوشې شول.

په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله نیول شوي ۴۵ افغان بندیان خوشې او هېواد ته راستانه شول. په ننګرهار کې د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان له ۳ تر ۱۵ ورځو پورې د حاجي کمپ په بندخونه کې بندیان وو او د راستنېدو پر مهال ورسره د بشري مرستو بنسټونو مرسته هم کړې ده.  دغه کسان د پاکستان له بېلابېلو سیمو نیول شوي وو.

مطالب

مهاجرین
پاکستان

دا خبر نورو سره شریک کړئ