Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

پر ایران د اسراییل بریدونه؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې.
۲۳ جوزا ۱۴۰۴

پر ایران د اسراییل بریدونه؛ د ملګرو ملتونو سرمنشي له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې.



د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د اسراییلو له خوا د ایران پر اټومي تاسیساتو بریدونو ته اندېښنه ښودلې.

د انتونیو ګوترش د ویاند مرستیال فرحان حق ویلي، دا بریدونه په داسې وخت کې ترسره شوي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د ایران د اټومي پروګرام په اړه خبرې روانې دي.

هغه ویلي، د ملګرو ملتونو سرمنشي په منځني ختیځ کې د هر ډول کړکېچ غندنه کوي او له دواړو لورو غواړي چې تر وروستۍ کچې زغم وښيي.

ورته وخت کې ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییل له لوري د دغه هېواد پر اټومي تاسیساتو بریدونو کې، جنرال محمد باقري چې د وسله‌والو ځواکونو د لوی درستیز مشر و، وژل شوی.

محمد باقري چې د ایران تر ټولو لوړپوړی نظامي چارواکی و، د اسراییل نننیو بریدونو کې ووژل شو.

تر دې مخکې، د سپاه پاسداران عمومي قومندان حسین سردار سلامي او د خاتم الانبیا قرارګاه قومندان غلام‌علي رشید د وژل کېدو خبرونو هم تایید شوي وو.

مطالب

پر ایران د اسراییل بریدونه
د ملګرو ملتونو سرمنشي
له دواړو لورو د زغم غوښتنه کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ