Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

بادغیس کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښه ثبت شوې.
۴ حوت ۱۴۰۳

بادغیس کې د ماشومانو د ګوزڼ پېښه ثبت شوې.



بادغیس کې د روغتیايي چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د پولیو یا ګوزڼ مثبته پېښه ثبت شوې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت عمومي مدیر محمدیوسف نجمي رسنیو ته وویل، د بالامرغاب ولسوالي د «قروتو» سیمه کې یوه ۵ کلنه نجلۍ ګوزڼ وهلې ده.

دی وايي، دا په روان ۲۰۲۵ میلادي کال، افغانستان کې د پولیو لومړۍ مثبته پېښه ده چې ثبتېږي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، تېر ۲۰۲۴ میلادي کال پرمهال هېواد کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ تر شلو زیاتې مثبتې پېښې ثبت شوي، خو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا وزارت دغه پېښې مشکوکې بللي دي.

افغانستان او پاکستان د نړۍ یوازیني دوه هېوادونه دي چې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ناروغۍ په‌کې په بشړه توګه له‌منځه نه‌دی تللي.

پولیو یا ګوزڼ ناعلاجه ناروغي ده چې اخته ماشوم د ټول عمر لپاره معلول وي.

مطالب

بادغیس کې
د ماشومانو د ګوزڼ
پېښه ثبت شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ