Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌‌وردګ کې د شپږو کورنیو ترمنځ دښمنۍ او شخړې هوارې شوي.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

میدان‌‌وردګ کې د شپږو کورنیو ترمنځ دښمنۍ او شخړې هوارې شوي.

د میدان‌وردګ د امربالمعرف او نهې‌عن المنکر او شکایتونو اوریدو ریاست مسوولان وایي چې د دغه ولایت په سیداباد، جغتو او دایمیرداد ولسوالیو کې د شپږ کورنیو ترمنځ دښمنۍ او شخړې هوارې شوي دي.

د یاد ولایت له امربالمعرف او نهې المنکر ریاست څخه رسنیو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې محتسیبینو د سیداباد ولسوالي په «شیخ‌اباد» سیمه کې د دوه کورنیو ترمنځ د وژنې له امله رامنځته شوې دښمني هواره کړې ده.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دوېمه شخړه د جغتو ولسوالي په «ابطلې» سیمه کې او درېیمه شخړه د دایمیرداد ولسوالي په «دبر خنجوي» کلي کې هواره کړې ده.

د خبرپاڼې له مخې، یادې شخړې د ځمکو ملکېت، قرض او کورنیو ستونزو پرسر راپورته شوې وې چې کالونو کالونو یادې کورنیو په خپلو کې د دوستۍ پر ځای دښمني کوله چې اوس مهال دغه ستونزې په بشپړه توګه هوارې شوې.

هیره دې نه وي چې له دې وړاندې هم د میدان‌وردګ ولایت مقام، سرحدونو چارو او امربالمعرف ریاستونو له لوري ورته لوې او وړې شخړې هوارې شوې دي.

مطالب

میدان‌‌وردګ کې د شپږو کورنیو ترمنځ
دښمنۍ او شخړې هوارې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ