Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ټرمپ زېلېنسکي په بې‌احترامۍ او درېیمې نړیوالې جګړې ته پر قمار وهلو تورن کړ.
۱۱ حوت ۱۴۰۳

ټرمپ زېلېنسکي په بې‌احترامۍ او درېیمې نړیوالې جګړې ته پر قمار وهلو تورن کړ.

د امریکا ولسمشر ډونالډ او اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي ترمنځ له ناندریو ډکو لیدنې پرمهال ټرمپ زېلېنسکي په بې‌احترامۍ او درېیمې نړیوالوې جګړې ته په قمار وهلو تورن کړی دی.

دواړو ولسمشرانو بېګاه په سپینه ماڼۍ کې له ناندریو ډکه ناسته درلوده چې د امریکا د ولسمشر مرستیال هم پکې ښکېل و.

که څه هم دغه ناسته لومړیو کې ډيپلوماټیکه بڼه لرله، خو هغه مهال لفظي ناندریو ته واوښته چې د ټرمپ مرستیال ډي‌جي ونس زېلېنسکي ته وویل چې اوکراین د جګړې دوام لپاره بشري ځواک نه‌لري.

زېلېنسکي د ونس په ځواب کې وویل: «تاسو اوکراین ته نه‌یاست تللي چې دا خبرې کوئ، راشئ او ووینئ.!

زېلېنسکي همداراز دې ناسته کې د امنیتي تضمین پر اخیستلو ټينګار کاوه، خو ټرمپ یې، خبرې پرې کړې او وویل چې نوموړی باید درناوی ولري او منندوی واوسي.

هغه زېلېنسکي ته وویل: «ته باید ډېر منندوی واوسې، ته د ګټلو کارته نه‌لرې، له موږ سره یې، لرې، خو له موږ پرته ته د ګټلو هېڅ کارت نه‌لرې.»

ټرمپ همداراز زېلېنسکي ته وویل، که امریکا اوکراین ته مرستې نه‌وای ورکړې، روانه جګړه به دوو اوونیو کې پای ته رسېدلې وای.

د ټرمپ او زېلېنسکي دې لیدنې په نړیواله کچه غبرګونونه او اندېښنې هم راپارولې دي.

مطالب

ټرمپ
زېلېنسکي

دا خبر نورو سره شریک کړئ