Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

لوګر کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوتسال رسمي سیالي پيل شوې.
۱۵ دلو ۱۴۰۳

لوګر کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوتسال رسمي سیالي پيل شوې.

د لوګر د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولان وایي چې د فوتسال عمومي فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د فوتسال ورزشي سیالي پيل شوې.

د دغه ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت امر انجینیر مزمل نعیم‌زي رسنیو ته وویل، د فوتسال عمومي فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کې د ولایت په کچه د ۱۰ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالي پیل شوې.

نعیم‌زي زیاته کړه، یادو سیالیو موخه د ولایت په کچه فوتسال سیالیو ته وده ورکول، د ورزشکارانو ترمنځ  تجربو او اړیکو پياوړي کول دي.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې سیالي به یوه اوونۍ دوام وکړي او غوره لوبغاړو ته به ځانګړې ډالۍ هم ورکړل شي.

هېره دې نه وي چې تېره ورځ هم د دغه ولایت په محمداغې ولسوالي کې د ولایت په کچه د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والېبال سیالي ترسره شوې.

مطالب

لوګر کې
د لس لوبډلو ترمنځ
د فوتسال رسمي
پيل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ