Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د غصب شویو ځمکو راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړیږي.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

د غصب شویو ځمکو راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړیږي.

د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون مسوولینو ویلي، دغه کمېسیون به په نږدې راتلونکي کې په وزارت بدل شي.

 د یاد کمېسیون د مسوولینو په خبره، نوی وزارت به د اراضي چارو او دولتي غصب شویو ځمکو د استرداد وزارت په نوم وي، چې د اراضي اداره او دولتي قضایاوو ادارې به هم ورسره مدغمې شي.

 د دوی په خبره، نوی جوړېدونکی وزارت به د ځمکو غصب مخنیوي او استرداد چارو ترڅنګ د هېواد ټولې ځمکې تر څېړنې وروسته تثبیت او کاردستر کړي.

مطالب

د غصب شویو ځمکو راګرځولو
لپاره نوی وزارت جوړیږي

دا خبر نورو سره شریک کړئ