Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغان او ترکمن لوري د ترانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې.
۲۸ جوزا ۱۴۰۴

افغان او ترکمن لوري د ترانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند سرپرست وزیر حمیدالله اخندزاده د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضوف سره کتلي دي. 

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې د ټرانسپورتي همکاریو، د سوداګریزو توکو د لېږد د زیاتوالي او افغان موټرچلوونکو ته د ویزو د اسانتیاوو پر موضوعاتو بحث شوی دی.

 اخندزاده ویلي، اوس د کابل او عشق‌آباد ترمنځ د همکاریو پراخېدو ته مناسب فرصت برابر شوی دی.

 د ترکمنستان سفیر هم ډاډ ورکړی چې هېواد یې له افغانستان سره، په ځانګړي ډول د ټرانسپورټ په برخه کې، خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.

مطالب

افغان او ترکمن لوري
د ترانسپورټي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې

دا خبر نورو سره شریک کړئ