Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د زابل د ۸ ولسوالیو لپاره د ادارې ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.
۲۵ سرطان ۱۴۰۴

د زابل د ۸ ولسوالیو لپاره د ادارې ودانیو جوړولو چارې پیل شوې.

د زابل ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د مرکز په کډون د ۸ ولسوالیو لپاره د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ادارې ودانيو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

 د زابل د والي ویاند صدیق الله وثیق ویلي چې د دغه ولایت د ۸ ولسوالیو لپاره نوې یو پوړیزې اداري ودانۍ جوړې شي چې هره یوه به اته اداري خونې ولري او همداراز د مرکز قلات او درېیو ولسوالیو ودانۍ به ترمیم او احاطوي دېوالونه جوړ شي. 

ورته مهال د زابل والي ملا شېرمحمد شریف ویلي چې دا مهال د یو شمېر ولسوالیو د غځېدلو لارو د جوړېدو کارونه دوام لري او د ځینو ولسوالیو د لارو د جوړېدو کارونه به هم پیل شي.

مطالب

د زابل د ۸ ولسوالیو لپاره
د ادارې ودانیو جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ