Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د کابل ۷مه ناحیه کې د فرعي سړک او ۲ کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې.
۲۸ حمل ۱۴۰۴

د کابل ۷مه ناحیه کې د فرعي سړک او ۲ کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې.

د کابل ښاروالۍ پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر په مرسته، د کابل ۷مې ناحیې اړوند د لومړۍ ګذر په ګذرګاه سیمه کې د یوه فرعي سړک او دوو کوڅو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

 د کابل ښاروالۍ د برنامو او پروژو د تنظیم ریاست د مالوماتو له مخې؛ په دغه پروژه کې چې، په ټولیزه توګه (۶۸۰) متره اوږدوالی او له (۳) څخه تر(۵) مترو سور لري، دلښتیو او (۱۱۰۰) متر مکعب استنادي دیوال جوړول هم شامل دي او چارې به یې د ۴میاشتو په موده کې په معیاري او اساسي ډول بشپړې شي. د یادولو وړ ده چې، د دې پروژې له لارې یو شمېر کسانو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

مطالب

د کابل ۷مه ناحیه کې
د فرعي سړک او ۲ کوڅو
د جوړولو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ