Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

افغانستان، د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولي تړون هرکلی کړی.
۲۵ حوت ۱۴۰۳

افغانستان، د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د پولي تړون هرکلی کړی.

بهرنیو چارو وزارت د تاجکستان او قرغزستان ترمنځ د سرحدي اختلاف د حل لپاره د لاسلیک شوي تړون هرکلی کړی دی. د یاد وزارت په اعلامیه کې راغلي، چې دغه هوکړه به د سیمې ثبات، اقتصادي پراختیا او د متقابل باور پیاوړتیا ته وده ورکړي. بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې تل یې د سولې، تفاهم او سیمه‌ییزو همکاریو ملاتړ کړی او باور لري، چې دغه تړون به په منځنۍ اسیا کې د دوامداره سولې او همکارۍ نوی فصل پرانیزي.

مطالب

افغانستان
د تاجکستان او قرغزستان
ترمنځ د پولي تړون
هرکلی کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ