Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې په ۳۵ ميليونه افغانۍ د «وچ خوړ بند» د جوړېدو چارې پیل شوې .
۱۸ دلو ۱۴۰۳

ننګرهار کې په ۳۵ ميليونه افغانۍ د «وچ خوړ بند» د جوړېدو چارې پیل شوې .

د ننګرهار محلي مسوولان وایي چې د دې ولایت په حصارک ولسوالي کې د «وچ خوړ بند» د جوړولو چارې پیل شوې.

د ننګرهار مرستیال والي  مولوي عزیزالله مصطفی وایي دا بند د (یو‌این‌ډي‌پي) ادارې په مالي لګښت جوړېږي چې ۳۵ ميليونه افغانيو لګښت پرې راځي چې چارې به يې د يوه کال په موده کې بشپړې شي.

د نوموړي په وینا،  یاد بند ۶۸ متره اوږدوالی، ۹ متره پراخوالی او ۱۰ متره لوړوالی لري چې د ۷۸,۳۳۲ متره مکعب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

دغه بند دوه دروازې لري چې د موسمي سېلابونو پرمهال به  د رسوباتو تصفیې سره مرسته کوي.

د یاد بند جوړولو چارې د یو خصوصي شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي، ورته سپارښتنه وشوه چې یاد بند په معیاري ډول جوړ او په خپل وخت ګټې اخیستنې ته وسپاري.

یاده دې وي چې د یاد بند په جوړولو سره د حصارک ولسوالي سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

مطالب

ننګرهار کې
په ۳۵ ميليونه افغانۍ
د «وچ خوړ بند»
د جوړېدو چارې پیل شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ