Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

چین کې افغان سفیر د اسیایي څانګې له مرستیال سره کتلي.
۲ حوت ۱۴۰۳

چین کې افغان سفیر د اسیایي څانګې له مرستیال سره کتلي.

په چین کې د افغانستان سفیر د یاد هیواد د بهرنیو چارو وزارت د اسیایي څانګې له مرستیال ماومینګ سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي، تجارتي، ټرانزیټي او قونسلي همکاریو پر پراخوالي یې خبرې کړې دي. سرچینه وایي ماومینګ د افغانستان او چین ترمنځ د سیاسي اړیکو د اویایمې کالیزې یادونه کړې او د همکارۍ پر لا پیاوړتیا یې ټینګار کړی دی. بلخوا کریمي بیا په افغانستان کې سراسري امنیت او ثبات د ګډو همکاریو لپاره یو مهم فرصت بللی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی دی.

مطالب

چین کې افغان سفیر

دا خبر نورو سره شریک کړئ