Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

هلمند کې د برښنا کمښت او د بازار نشتوالي د کارخونو پر تولیداتو منفي اغېز کړی.
۲ حوت ۱۴۰۳

هلمند کې د برښنا کمښت او د بازار نشتوالي د کارخونو پر تولیداتو منفي اغېز کړی.



هلمند چې له مهمو کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي، د صنعت برخه کې تر ډېره د دانه‌داره پنبې د پروسس کارخونو درلودونکی دی.

د دغو او ځینو نورو کارخونو مسوولان وايي، برښنا او نړیوال بازار ته ‌لاسرسی نه‌لري چې له امله یې د دوی د تولید، پروسس او صادراتو بهیر زیانمن کړی.

دوی وویل، د تولیداتو بهرني صادرات یې یوازې ګاونډي پاکستان ته محدود دي چې دې کار تر ډېره د اقتصادي ودې مخه ډپ کړې.

هلمند کې د غوړیو د پروسس او تولید کارخونې مسوول معروف نیازي وویل: «زموږ مشکلات ډېر دي، ټیکس او مالیات راباندي ډېر دی، زموږ له حکومت څخه دا غوښتنه ده چې نړیوال بازار را جوړ کړي، زموږ تولیدات اوس یوازي پاکستان ته ځي.»

د مالوچو د پروسس کارخونې مسوول ذبیح‌الله افغان وویل: «زموږ تولیدات زیات دي، خو دلته خبره د برق ده، برق مو لږ دی، چي برق وي موږ ان څلوریشت ساعته تولیدات لرو، زموږ د اوړو تولیدات ټول افغانستان رسولای شو خو اوس مو برق لږ دی خپل د مشتریانو اړتیاوي نشو پوره کولای.»

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولان د صنعتکارانو دغه ستونزې مني، خو ډاډ ورکوي چې د وزارت په کچه تازه هڅې پیل شوي، څو د هلمندي تولیداتو لپاره بهرني بازارونه وشي.

د هلمند د صنعت او سوداګرۍ ریاست مرستیال مولوي فضل محمد فضلي وویل: «دا رښتیا هم پر ځای ستونزه ده، صنعت کارانو موږ ته خپل شکایتونه را رسولي، خو پدې تړاو موږ له وزارت سره خبري کړي وړاندیزپاڼي مو ورته لیږلي چي له مخي یې تازه یو قرارداد شوی.»

د هلمند د سوداګرۍ خونې مسوول غلامی‌یحیی پښتون که څه هم دغه ولایت کې د تولیدي کارخونو پر وړاندې د شته‌ ستونزو په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې هلمند کې کابو ۱۵۰ فعالې تولیدي کارخونې شته چې په مستقیم او غیرمستقیم ډول یې زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړې.

مطالب

هلمند کې د برښنا کمښت
د بازار نشتوالي
د کارخونو پر تولیداتو
منفي اغېز کړی

دا خبر نورو سره شریک کړئ