Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

د نورستان په دواب کې یوه کس خپل ورور په ډزو وژلی.
۱۰ سرطان ۱۴۰۴

د نورستان په دواب کې یوه کس خپل ورور په ډزو وژلی.

د نورستان امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دواب ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړه کې یوه کس خپل ورور په ډزو وژلی دی.

د نورستان امنیې قوماندانۍ ویاند غلام‌رحمن حیدري وایی چې دغه پېښه تېره شپه د دواب ولسوالۍ د ژونیا درې په باداري کلی کې شوې ده.

هغه زیاته کړه چې شخړه د ځمکې پر سر شوې او امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې قاتل ونیسي.

مطالب

د نورستان په دواب کې
یوه کس خپل ورور په ډزو وژلی

دا خبر نورو سره شریک کړئ