Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ننګرهار کې پروني باران او توپان ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.
۱۹ ثور ۱۴۰۴

ننګرهار کې پروني باران او توپان ګڼ مالي زیانونه اړولي دي.

د جلال اباد ښاروالۍ ویاند حامد محمودي ویلي چې پرون له غرمې وروسته هلته په بېلابېلو سیمو کې باد، باران او توپان مخابراتي سایټونه، ونې، او سولري تختې غورځولي دي. 


محمودي زیاته کړې چې د جلال اباد ښاروالۍ کارکوونکو د ښار په بېلابېلو برخو کې د لارو د خلاصون چارې پیل کړې دي. 


د هغه په خبره، د دغو پېښو له امله ځاني زیانونه نه دي اوښتي خو د مالي زیانونه کچه یې هم تر دې دمه نه ده په ډاګه کړې.

مطالب

ننګرهار کې پروني باران
توپان ګڼ مالي زیانونه اړولي دي

دا خبر نورو سره شریک کړئ