د امریکا د کانګرس دوه غړي پرون دمشق ته رسېدلي ترڅو د سوریې له چارواکو
سره وګوري.
د بشارالاسد حکومت له نسکورېدو وروسته دا د امریکا د کانګرس د
استازو لومړی سفر دی. د امریکا د فلوریډا استازی کوري ملز او د انډیانا
مارلین سټوټزمن، دواړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند غړي
دي.ملز د سوریې له نوي ولسمشر احمد الشارع سره کتلي.
د راپور له مخې د دوی
غونډه ۹۰ دقیقې وه او دوی د امریکا په بندیزونو او پر ایران خبرې کړې دي. د
سوریې نوي مشرتابه په امریکا او اروپا فشار راوړی چې په بشپړ ډول بندیزونه
لرې کړي ترڅو دا هېواد وکړای شي د یوې لسیزې جګړې له امله ویجاړ شوی
اقتصاد ورغوي.