Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ډبلیو ایچ او: د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې مو پر روغتیايي مرکزونو توکي ویشلي.
۸ جوزا ۱۴۰۴

ډبلیو ایچ او: د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې مو پر روغتیايي مرکزونو توکي ویشلي.



د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو ایچ او ) پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې پر روغتیايي مرکزونو ۱۹۴ قلمه روغتیايي توکي ویشلي دي. 

په بیان کې راغلي چې دا مرستې د اروپايي ټولنې په ملاتړ چمتو شوې دي. روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې چې دا توکي د سرطان د تشخیص، د مایکروبیولوژۍ او بایوکیمیکل ازمایښتونو ترسراوي لپاره اړین دي. 

د یاد سازمان په خبره، داسې مرستې د ازمايښت‌ځایونو وړتیا لوړوي او د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه کوي.

 دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د مرستو له بندېدو وروسته په افغانستان کې د ۴۲۰ روغتیايي مرکزونو خدمات وځنډېدل چې له کبله یې زرګونه کسان له روغتیايي خدماتو بې برخې شوې دي.

مطالب

ډبلیو ایچ او: د افغانستان
په ۳۴ ولایتونو کې
مو پر روغتیايي مرکزونو توکي ویشلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ