Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

اسراییل او حماس روانه اوونۍ د اوربند خبرو بل پړاو پیلوي.
۲۲ دلو ۱۴۰۳

اسراییل او حماس روانه اوونۍ د اوربند خبرو بل پړاو پیلوي.

د اسراییلو یو پلاوی غزه کې د سولې او اوربند راتلونکي پړاو خبرو لپاره قطر ته رسېدلی دی.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو یوه ویاند رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې له حماس سره د شوې هوکړې له مخې، د دغه هېواد مذاکراتي پلاوی د خبرو په موخه قطر ته تللی دی.

ټاکل شوې چې د حماس او اسراییلو ترمنځ د اوربند اړوند غیرمستقیم مذاکرات روانه اوونۍ پیل شي.

د نتن‌یاهو له دفتر یوې سرچینې رویټرز ته ویلي چې د اوربند په دې پړاو خبرو کې به یوازې د تخنیکي مسایلو په تړاو بحث وشي او د غزې مدیریت او نورو موضوعاتو په اړه خبرې نه‌کېږي.

تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حیرانونکې توکه د غزې مالکیت په اړه خبرې وکړې او وویل چې غواړي پر غزې ولکه ټینګه او اوسېدونکي یې، نورو هېوادونو کې مېشت کړي.

په دې لړ کې د اسراییلو لومړي وزیر له یوې رسنۍ سره مرکه کې له سعودي عربستان غوښتنه کړې چې دغه هېواد ډېره تشه ځمکه لري او کولای شي، هلته فلسطین جوړ کړي.

د نوموړي دغه څرګندونې د سعودي عربستان، مصر او نورو هېوادونو له لوري په کلکه غندل شوي دي.

مطالب

اسراییل او حماس
روانه اوونۍ د اوربند
خبرو بل پړاو پیلوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ