د لوګر امنیې قوماندانۍ اړوند د اور وژنې مدیریت مسوولین وایي، چې د دې ولایت، د اور وژنې منسوبینو د روان لمریز کال په ترڅ کې ١٧ د اورلګېدنو پېښو ته پر وخت رسېدنه کړې؛ چې په وینا یې د دوی له هڅو سره – سره د تېر کال پر مهال د یادو پېښو د رامنځ ته کېدو له کبله خلکو ته څه باندې ۹.۳ میلیونه افغانۍ زیانونه رسیدلي دي.
د اور وژنې مدیر مولوي عبدالوهاب نیازي ویلي؛ د دوی د منسوبینو په هلو ځلو او د پېښو سیمې ته د پر وخت رسېدنې په ترڅ کې د روان لمریز کال له پیل څخه تر دې دمه، د اورلګېدنې ١٧ بېلابېلو پېښو پر وخت ته رسېدنه شوې ده.
ښاغلی نیازی زیاتوي، دغه پېښي د خلکو د بې احتیاطۍ او نه پاملرنې له امله رامنځته شوې وې.
نوموړی زیاتوي، دوی هوډ لري ترڅو په راتلونکي کې د دې ولایت بېلابېلو ولسوالیو کې د اورلګېدنو پېښو ته د پر وخت رسېدنې او د زیانونو د مخنیوي په موخه د اور وژنې استیشنونه هم جوړ کړي.
د لوګر د اور وژنې مدیریت مسوولین وایي؛ اوس مهال دوی درې عرادې اطفایې موټر او د اوبو د لېږد په موخه یو عراده انټرنېشنل ټانکر لري، چې د دې ولایت د مرکز سربېره بېلابېلو ولسوالیو کې یې د امکان تر حده د پېښو مخنیوي په موخه هڅې کړي دي.
ورته مهال د لوګر یو شمېر اوسېدنکو که څه هم د یاد مدیریت کړنې ستایي؛ خو له اړوندو مسؤلینو غوښتنه کوي، چې د دوی د لاتجهیز او ولسوالیو کې د اطفایې د نورو څانګو د جوړولو برخو کې پوره پاملرنه وکړي.