Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

احمدشریف چهودري: هند امریکا او پاکستان افغانستان نه‌‌دی.
۲۹ ثور ۱۴۰۴

احمدشریف چهودري: هند امریکا او پاکستان افغانستان نه‌‌دی.

د پاکستان د پوځ ویاند احمدشریف چهودري یو ځل بیا ټينګار کړی چې د هند ورځ تر بلې زیاتېدونکې ولکې ته به غلي نه‌پاتې کېږي.

چهودري له انادولو خبري شبکې سره د مرکې پرمهال ویلي چې له هند سره تر شخړې وروسته د پاکستان لومړیتوب سوله ده.

نوموړي ویلي: «حقیقت دا دی چې هند نه امریکا ده او پاکستان نه افغانستان دی. هند نه اسراییل دی او پاکستان نه فلسطین دی. موږ به د هند هژموني «ولکې» ته سرټیت نه‌کړو.»

د هند او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته د امریکا په منځګړیتوب اوربند شوی او دواړه لوري تراوسه دې اوربند ته ژمن پاتې شوې دي.

بل‌خوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر  محمداسحاق دار د دغه هېواد او هند ترمنځ د روان کړکېچ په لړ کې چین ته سفر کوي.

نوموړی به هلته له چینايي چارواکو سره د هند او پاکستان روان کړکېچ او د چین پر دریځ خبرې وکړي.

هند په دغه هېواد کې له خونړي برید وروسته چې پړه یې، پر پاکستان وراچوي، دغه هېواد کې د روانې مې میاشتې پر اوومه د سندور په نوم عملیات وکړل چې وروسته د دواړو لوریو ترمنځ شخړه هم رامنځته شوه.

هند وايي، دې عملیاتو کې یې، د پاکستان له ملاتړ برخمنو وسله‌والو  ډلو مرکزونه په نښه کړي او درنه مرګ‌ژوبله یې وراړولې ده.

مطالب

احمدشریف چهودري
هند امریکا او پاکستان افغانستان نه‌‌دی

دا خبر نورو سره شریک کړئ