د سرپرست حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت په هرات کې د زعفرانو د ملي نړۍوال نندارتون څخه د لیدنې پر مهال ویلي چې سرپرست حکومت د کورنیو تولیداتو د ودې او د دغو تولیداتو د ملي او نړۍوال مارکېټ موندنې ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړي ویلي، چې افغانستان په ۱۳۱ تولیدي برخو کې پر ځان بسیا شوی او اوسمهال د کورنیو تولیداتو ملاتړ ته پراخې هڅې روانې دي.
ورته مهال د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي وویل چې هېواد د پانګونې لپاره بشپړ امنیت لري او اداره یې له هغو پروګرامونو ملاتړ کوي چې د تولید کلتور ودې، د سوداګرو او کورنیو صنعت کارانو د پیاوړتیا لامل ګرځي.
په یاد نندارتون کې، چې د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه جوړ شوی، ۱۰۰ غرفو کې بېلابېل تولیدات نندارې ته وړاندې شوي دي.