Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

امریکا د سویلي سوډان د وګړو ویزې لغوه کوي.
۱۷ حمل ۱۴۰۴

امریکا د سویلي سوډان د وګړو ویزې لغوه کوي.

امریکا د سوېلي سوډان پاسپورت لرونکو لپاره ویزې لغوه کوي. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو پرون ویلي، چې هغه د سویلي سوډان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې لغوه کولو او امریکا ته د داخلېدو د مخنیوي لپاره د نورو محدودیتونو لګولو په برخه کې اقدام کوي. 

روبیو ویلي، د دغه اقدام لامل د سویلي سوډان د انتقالي حکومت ناکامي ده چې په خپل وخت یې بېرته ستانه شوي وګړي نه و منلي. 

روبیو زیاته کړې، واشنګټن به هغه وخت د دغه کړنو بیاکتنې ته چمتو شي چې سویلي سوډان په بشپړه توګه په دې برخه کې همکاري وکړي.

مطالب

امریکا د سویلي سوډان
د وګړو ویزې لغوه کوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ