Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

یونس مومند هالنډ کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي.
۲۱ ثور ۱۴۰۴

یونس مومند هالنډ کې له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال محمد یونس مومند د هالنډ په سفر کې د افغانستان د سفارت له مسوولینو او په دغه هېواد کې مېشتو افغان سوداګرو سره د اروپایي هېوادونو د تجربو د انتقال او په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو د پراخولو په اړه خبرې کړې دي. 

د یادې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې پرېکړه شوې چې یو پلاوی به د کرنیز سکتور د میکانیزه کولو، په ځانګړې توګه د شنو خونو، سړو خونو جوړولو او د ښه نسل څارویو د وارداتو په موخه افغانستان ته سفر وکړي. دغه راز د افغانستان یو پلاوی به هم د تجربو شریکولو او همکارۍ د پراختیا لپاره هالنډ ته سفر وکړي.

مطالب

یونس مومند هالنډ کې
له مېشتو افغان سوداګرو سره کتلي

دا خبر نورو سره شریک کړئ