Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

 بلوچستان کې د یوه بس ۹ مسافر وژل شوي.
۲۰ سرطان ۱۴۰۴

بلوچستان کې د یوه بس ۹ مسافر وژل شوي.



پاکستاني چارواکي وايي، وسله‌والو کسانو بلوچستان ایالت کې د یوه ښاري بس ۹ مسافر تښتولي او وروسته یې په ډزو وژلي.

پاکستاني رسنیو نن (جمعه، سرطان ۲۰) راپور ورکړی چې پېښه د بلوچستان په «ژوب» سیمه کې شوې ده.

ځايي چارواکو دغه برید جنایت او ښکاره تروریزم بللی دی.

ویل شوي چې دغه بس له کویټې څخه لاهور ته روان وو چې «ژوب» ته نژدې وسله‌والو یوشمېر مسافرین ترې ښکته کړي او پر هغوی یې ډزې کړي دي.

د «ژوب» کمېشنر نوید عالم رسنیو ته ویلي چې وسله‌والو لومړی مسافرین له سیمې لرې بیولي او وروسته یې پر هغوی ډزې کړي دي.

د وژل شویو کسانو هویت او د پېښې لامل په اړه تراوسه څه نه دي ویلي شوي.

مطالب

بلوچستان کې
د یوه بس ۹ مسافر وژل شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ