Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

عربي اماراتو؛ دوبۍ کې د سرپرست حکومت د سرقونسل باورلیک ومانه.
۷ جوزا ۱۴۰۴

عربي اماراتو؛ دوبۍ کې د سرپرست حکومت د سرقونسل باورلیک ومانه.

متحده عربي اماراتو په رسمي ډول دوبۍ کې د سرپرست حکومت د سرقونسل باورلیک منلی دی. د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت د دوبۍ دفتر رییس ‏شیخ مکتوم بن بطي ال مکتوم د افغانستان د سرپرست حکومت د جنرال قونسل په توګه د عبدالرحمن فدا باورلیک کاپي ‏ترلاسه کړې او نوموړی یې رسما د سرپرست حکومت د نوي جنرال قونسل په توګه ومانه. 

شیخ مکتوم بن بطي ال مکتوم، عبدالرحمان فدا ته د نوې دندې د پیل مبارکي وویله ‏او ورته یې په چارو کې د پرمختګ او لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه‎

.‎ نوموړي، د افغانستان او د متحده عربي اماراتو ترمنځ د ژورو، متقابلو او رغنده ‏اړیکو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دواړه هېوادونه د سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او ډیپلوماتیکو اړیکو په ‏برخو کې قوي او متقابل باور لرونکي ملګري دي‎.‎ 

په پای کې عبدالرحمن فدا د کوربه هېواد له خوا د تود هرکلي او د دې ‏مهمې دیپلوماتیکې لیدنې له امله مننه وکړه او وې ویل، دا لیدنه به د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ ‏د دوه اړخیزو اړیکو د لا پراخوالي او پیاوړتیا لپاره مهم ګام وي.

مطالب

عربي اماراتو؛ دوبۍ کې
د سرپرست حکومت
د سرقونسل باورلیک ومانه

دا خبر نورو سره شریک کړئ