Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

کونړ؛له ۶۹ روغتیایي مرکزونو سره د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته شوې.
۱۹ حمل ۱۴۰۴

کونړ؛له ۶۹ روغتیایي مرکزونو سره د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته شوې.

د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت له ۶۹ روغتیایي مرکزونو سره د ۱۴۶ قلمه د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته شوې ده.

 د یاد ولایت د عامي روغتیا رییس قاري مظفر رسنیو ته ویلي چې یادې مرستې د هېلټ نېټ موسسې له لوري د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یاد ولایت له ۶۹ روغتیایي مرکزونو سره شوې دي. 

نوموړي زیاته کړې، چې په یادو مرستو کې د خیاطۍ ۸۰ ماشینونه او اړوند کېټونه شامل دي، چې سروې شویو خلکو ته به ورکړل شي.

مطالب

کونړ؛له ۶۹ روغتیایي مرکزونو سره
د طبي او غیرطبي وسایلو مرسته شوې

دا خبر نورو سره شریک کړئ