Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

نیمروز؛ د ترافیکو مدیریت ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.
۲۶ حوت ۱۴۰۳

نیمروز؛ د ترافیکو مدیریت ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي.

د نیمروز ولایت د ترافیکو مدیریت مسوولینو خبر ورکړی، چې یاد مدیریت روان کال څه باندې ۳۲ میلیونه افغانۍ عواید راټول کړي دي. په یاد ولایت کې د امنیې قومندانۍ د ترافیکو عمومي مدیر مسوولین وایي، چې دا عواید د جوازونو او جوازسیرونو د وېش او اړوند خدمتونو له لارې راټول او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي. د مسوولینو په خبره سږ کال ۱۱۲۸ موټر چلوونکو ته لایسنسونه او ۳ زره ۲۷۰ جوازسیرونه وېشل شوي، دغه راز ۴۴ ترافیکي پېښې څېړل شوي او د پېښو د شکمنو کسانو قضیې محکمې ته سپارل شوې دي.

مطالب

نیمروز
د ترافیکو مدیریت
۳۲ میلیونه افغانۍ
عواید راټول کړي

دا خبر نورو سره شریک کړئ