Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

مجاهد: له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړو.
۱۵ سرطان ۱۴۰۴

مجاهد: له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې غواړو.

د سرپرست حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، چې سرپرست حکومت د خپلې واکمنۍ له پیله په دې هڅه و، چې د نړۍوالې رسمیت پېژندنې پر وړاندې حقوقي او سیاسي خنډونه له‌منځه یوسي، او د روسیې له خوا د رسمیت پېژندلو اقدام د افغانستان د بهرني سیاست د پرله‌پسې خبرو اترو او ډیپلوماټیکو هڅو پایله ده، چې اوس یوه نوي پړاو ته داخل شوی دی.

 مجاهد له طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، باید ټول هېوادونه د امریکا پرېکړې ته په تمه نه‌وي. نوموړي له واشنګټنه هم وغوښتل چې د روسیې په څېر یو زړور ګام واخلي او له کابل سره رسمي تعامل پیل کړي. 

نوموړی وايي، سرپرست حکومت غواړي له ټولو هېوادونو سره دوستانه اړیکې ولري او د سیمې او نړۍ تر منځ د نښلون ټکی شي.

مطالب

مجاهد: له ټولو هېوادونو سره
دوستانه اړیکې غواړو

دا خبر نورو سره شریک کړئ