Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

ګلفوډ نندارتون؛ افغان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي.
۱ حوت ۱۴۰۳

ګلفوډ نندارتون؛ افغان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې شوي.

په دوبۍ کې د «ګلفوډ» نړیوال نندارتون چې د ۳ ورځو لپاره جوړ شوی د افغانستان په ګډون پکې د بېلابېلو هېوادونو، خوراکي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې وچې او تازه مېوې، زعفران او د افغانستان تولید شوې غیرالکولي څښاک د دغه نندارتون په لسو غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي. یوشمېر افغانان چې په دغه نندارتون کې یې د افغانستان کرنیز محصولات او کورني تولیدات نندارې ته وړاندې کړي، وايي چې دغه نندارتون نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان د محصولاتو د لار موندنې لپاره یو لوی فرصت دی. د «ګلفوډ» نندارتون د نړۍ د خوړکي او څښاکي توکو د صنعت تر ټولو ستر نندارتون دی له ۱۹۸۷ زېږدیز کال راهیسې هر کال په دوبۍ کې جوړېږي.

مطالب

ګلفوډ نندارتون
افغان کرنیز محصولات او کورني تولیدات
نندارې ته وړاندې شوي

دا خبر نورو سره شریک کړئ