Radio Zinat

د لوی غره له لمنو څخه

میدان‌وردګو کې یوه ماشومه له انسان‌تښتوونکو راخوشې شوه.
۸ سرطان ۱۴۰۴

میدان‌وردګو کې یوه ماشومه له انسان‌تښتوونکو راخوشې شوه.

 د میدان‌وردګو ولایت امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې یوه ماشومه د انسان‌تښتوونکو له منګولو ژغورل شوې او په تړاو یې یو کس هم نیول شوی دی.

د میدان‌وردګو د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې تښتول شوې ۱۳ کنله ماشومه د غزني ولايت د ناور ولسوالۍ اصلي اوسېدونکې ده او اوس یې کورنۍ د کابل ښار د دیارلسمې حوزې د کوه چهل‌دختران شهرک کې اوسېږي چې له دغه ځایه د انسان‌تښتوونکو له لوري د بهسود ولسوالۍ سرخ‌اباد درې ته تښتول شوې وه.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې په یاده سیمه کې یې تېره شپه عملیات ترسره کړي، ماشومه یې ژغورلې او بېرته یې خپلې کورنۍ ته سپارلې ده.

د سرچېنې د معلوماتو له مخې، په دې تړاو یو کس نیول شوی دی.

مطالب

میدان‌وردګو کې یوه ماشومه
له انسان‌تښتوونکو راخوشې شوه

دا خبر نورو سره شریک کړئ